د عامه ساتنې ملي تصدۍ له روزنيز مرکز څخه ۲۹۲ تنه ساتونکي فارغ شول.

د عامه ساتنې ملي تصدۍ له روزنيز مرکز څخه ۲۹۲ تنه ساتونکي فارغ شول.

د عامه ساتنې ملي تصدۍ ویاند ضیاء ودان وايي، د سرتیرو د روزنې ۷۸ يمه دوره پای ته ورسېده او فارغينو ته په يوه ځانګړې غونډه کې بری ليکونه ورکړل شول.

د سرتیرو فراغت غونډه کې د عامه ساتنې ملي تصدۍ لوی رییس جنرال خوشحال سادات وویل: ((تاسو به د اوبو او برېښنا بندونه، کانونه، پوهنتونونه او عامه شتمنۍ ساتئ، دا هغه څه دي چې افغانستان په پښو دروي، تاسو د افغانستان له ۳۴ ولايتونو څخه راغلي ياست، دا زموږ د ملي يووالي او اتفاق ښکارندويي کوي، ستاسو تمرينات او زحمتونه د قدر وړ دي او زه پر تاسو وياړم.))

د یاد ریاست د معلوماتو له مخې ياد ساتونکي په عالي، ملي او وطني روحيه روزل شوي دي، چې سر له نن به دندې پيل کړي او عملاً به د هېواد د اساسي او حياتي بنسټونو د ساتنې مسؤليت پر غاړه واخلي.

  • 01 تله 1399